الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د تورخم په سیمه کې د (عمري) میشت غالي د سړکونو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

 16901.jpg (1820 × 1024)

 په تورخم سیمه کې د عمري میشت غالي د یو شمېر سړکونو د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا بشپړې او د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، د ننګرهار والي الحاج ملا محمد نعیم آخند، د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري چارو د مرستیال مولوي سید عصمت الله عاصم او د عمري میشت غالي رئیس ملا محمد هاشم میوندوال له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. کابل ښاروال په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې، له ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د آسانتیاوو برابرول د ټولو ملي او دیني مسئولیت دی. نوموړي زیاته کړه چې، کابل ښاروالۍ او  کابل ښاریان هر وخت چمتو دي څو په دې برخه کې مرسته او د بېرته را ستنېدونکو هېوادوالو لاسنیوی وکړي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم د رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري په وینا؛ دا سړکونه چې په ټولیزه توګه (۲۲۰۰) متره اوږدوالی او (۱۵) متره سور لري، د جوړولو چارې یې د (۳۰) میلیونه افغانیو په لګښت د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شوې. په دې پروژه کې د سړکونو قیر کول، د لښتیو، پلیو لارو، استنادي دېوال او یوه پلچک جوړول هم شامل دي. نوموړي زیاته کړه چې، د عمري میشت غالي د سړکونو په جوړېدو سره به هلته میشتو هېوادوالو ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي. د یادونې وړ ده چې، له دې وړاندې کابل ښاروالۍ د (۲۵۰۳) ستنو ( پایو) په ګډون د (۵۰۳۲) مترو په اوږدوالي او د (۳.۲) مترو په لوړوالي د اوسپنیزو جالیو په نصبولو او د وتلو او ننوتلو دروازو په لرلو سره، د عمري میشت غالي د احاطې دېوال هم جوړ کړی دی