
د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې کیڼ خوا ته د یوې لیکې درېیمه ( وروستۍ) طبقه قیر چارې د ټولو فني معیارونو په پام کې نیولو سره بشپړې شوې او ډېر ژر به د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي. د خیرخانې کوتل سړک دویمه برخه د کوتل له پورتنۍ برخې څخه د بوستان تر سړک پورې ۲۵۲۰ متره اوږدوالی او په دوه لیکو کې ۶۰ متره سور لري. کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، د ژمي تر را رسېدو وړاندې د دې سړک ښي خوا ته د یوې لیکې د ۵۸۰ متره پاتې برخې سربېره، د یاد سړک دویمه او درېیمه طبقه قیر چارې هم بشپړې کړي. د دې مهم سړک د جوړولو چارې د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړولو، د څراغونو نصبولو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون بشپړېدو ته نږدې شوې دي


