
دغه سړک چې (۲۰۰۹) متره اوږدوالی (۲۴، ۳۰ او ۴۰ ) متره سور لري، څه موده وړاندې یې د (۱۲۷۰) متره برخې قیر چارې ترسره شوې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ ټاکل شوې ده په نږدې ورځو کې د دې سړک لومړۍ طبقه قیر چارې بشپړې او دویمه طبقه یې پیل شي څو دغه سړک هرڅه ژر جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړول، د څراغونو او ترافیکي نښو نصبول هم شامل دي چې، چارې یې بشپړېدو ته نږدې شوې دي. د دې پروژې د کار له کیفیت څخه د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي


