
د څوارلسمې ناحیې اړوند د پغمان پخواني سړک د (۳۵۰۰) متره پاتې برخې دویمه طبقه قیر چارې په چټکۍ سره روانې دي. د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د مسئولینو په وینا؛ دغه سړک چې د قرغې له بند څخه تر تاق ظفر پورې (۹۱۵۳) متره اوږدوالی او (۷) متره سور لري، له دې وړاندې یې د (۵) کیلو متره برخې لومړۍ او دویمه طبقه قیر چارې بشپړې شوې دي او اوس مهال یې د (۳۵۰۰ ) مترو په اوږدوالي پاتې برخې قیر چارې د ترسره کېدو په حال کې دي. ورته مهال د دې سړک د پاتې برخو د جوړولو چارې هم روانې دي او هڅه کېږي چې، د ژمي موسم تر را رسېدو وړاندې بشپړې شي. دغه راز د دې سړک په اوږدو کې د استنادي دېوالونو، د (۹) او (۱۲) مترو په اوږدوالي او د (۲ او ۴) مترو په سور د (۱۶) پلچکونو جوړول هم شامل دي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا د یاد سړک ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به د څوارلسمې ناحیې اوسېدونکو او د پغمان تفریحي سیمې ته تلونکو هېوادوالو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي


