الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په شیوه کي سیمه کې د دوو فرعي سړکونو او دوو کوڅو کانکرېټ چارې روانې دي

 16926.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د دوه ویشتمې ناحیې د ۲۳م ګذر اړوند په شیوه کي سیمه کې د دوو فرعي سړکونو او دوو کوڅو کانکرېټ چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دا پروژ چې، په ټولیزه توګه ۶۴۴ متره اوږدوالی، ۳ او ۶ متره سور لري د لښتیو په ګډون تر اوسه ۸۰ سلنه مخته تللې ده او ټاکل شوې ده تر راتلونکو دوو اونیو پورې په معیاري توګه بشپړه شي. د دغو کوڅو او فرعي سړکونو په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو ګڼې ترانسپورتي او چاپېریالي ستونزې هوارې شي. کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، د ښاري زیربناوو د پراختیا او د ښاریانو د ستونزو د هوارولو په برخه کې اوچت ګامونه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.