
د شلمې ناحیې اړوند له چهل دختران سیمې څخه د کابل-لوګر تر سړک پورې د (۲۴۲۲) مترو په اوږدوالي او (۳۳) مترو په سور سره د ګلباغ سړک د څلورمې برخې د جوړولو چارې روانې دي. دغه پروژه چې، د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم پکې شامل دي، د نږدې یوه کال په موده کې به بشپړه شي. د ګلباغ سړک چې، د کابل ښار د مهمو اقتصادي دهلیزونو په توګه، د ښار لوېدیځه سیمه له سویل سره نښلوي، د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا او د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت په برخه کې مهم رول لري. د سړک جوړولو دغه پروژه په څلورو برخو کې ډیزاین شوې ده چې، د لومړۍ او دویمې برخې د جوړولو چارې یې څه موده وړاندې پیل شوې وې او اوس مهال یې د درېیمې او څلورمې برخې د جوړولو چارې هم په ښه توګه روانې دي


