الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د څرخي پله په سیمه کې د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي

 16931.jpg (1820 × 1024)

د یو ویشتمې ناحیې د ۱۹م ګذر اړوند په څرخي پله سیمه کې د (۵۰۰) مترو په اوږدوالي او (۷) مترو په سور سره د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي. دغه پروژه د کاري بوختیاوو د رامنځته کولو، د ترانسپورتي وضعیت د ښه والي او دښاریانو د ستونزو د حل په موخه، د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پلې کېږي. د فرعي سړکونو په جوړېدو سره د هوا په ککړتیا کې کموالی راځي او ښاریان ترانسپورتي زیربناوو او ټولنیزو آسانتیاوو ته لاس رسی پیدا کوي. د یادونې وړ ده چې، د روان کال له پیل څخه تر اوسه په بېلابېلو ناحیو کې په ټولیزه توګه (۶۱) کیلو متره فرعي سړکونه او کوڅې د کانکرېټ په بڼه جوړ شوي دي