
د ګل باغ له پله څخه تر چهل دختران سیمې پورې، د ګل باغ سړک د درېیمې برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې (۵،۳۱۴) متره اوږدوالی او (۳۳) متره سور لري، د لښتیو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي او ټاکل شوې ده چې دا پروژه تر راتلونکي یوه کال پورې بشپړه شي. د ګلباغ سړک چې، د کابل ښار د مهمو اقتصادي دهلیزونو په توګه، د ښار لوېدیځه سیمه له سویل سره نښلوي، د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا او د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت په برخه کې مهم رول لري. د سړک جوړولو دغه پروژه په څلورو برخو کې ډیزاین شوې ده چې، د لومړۍ او دویمې برخې د جوړولو چارې یې څه موده وړاندې پیل شوې وې او اوس مهال یې د درېیمې او څلورمې برخې د جوړولو چارې هم په ښه توګه روانې دي. کابل ښاروالۍ د داسې زیربنایي پروژو په پلي کولو سره د ښاري پراختیا او د ښاریانو د هوساینې په موخه، یو بل ستر ګام پورته کړی دی


