
د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د دوه ویشتمې ناحیې د ۴م ګذر اړوند په حسین خیلو سیمه کې د یوه فرعي سړک کانکریټ چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه پروژه چې، (۷۵۴) متره اوږدوالی او (۵) متره سور لري، تر اوسه (۸۵) سلنه مخته تللې ده او تر راتلونکو دوو اونیو پورې به په اساسي توګه بشپړه شي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې اوسېدونکي ترانسپورتي او چاپېریالي آسانتیاوو ته لاس رسی ومومي.د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده


