
د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د ښۍ خوا لیکې درېیمه ( وروستۍ) طبقه قیر چارې پیل شوې او کابل ښاروالۍ هڅه کوي څو هر څه ژر د دې سړک قیر چارې بشپړې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي. د دې سړک د کیڼ لوري لیکې وروستۍ طبقه قیر چارې څو ورځې وړاندې بشپړې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو چې، د ښاریانو له تود هرکلي سره مخ شو. د خیرخانې کوتل سړک دویمه برخه د کوتل له پورتنۍ برخې څخه د بوستان تر سړک پورې ۲۵۲۰ متره اوږدوالی او په دوه لیکو کې ۶۰ متره سور لري. دا مهم سړک چې، د کابل ښار له ترانزیتي لارو څخه شمېرل کېږي؛ د لښتيو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم پکې شامل دي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به هېوادوالو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د خیرخانې کوتل په سیمه کې به د ترافیکي ګڼه ګوڼې ستونزې په بنسټیزه توګه هوارې شي


