
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د دیوان بیګي او مهتاب قلعه ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک په اوږدو کې د کابل سیند پاسه د موټرو د تګ راتګ یوه پله د جوړولو چارې ۸۵ سلنه کاري پرمختګ لري او ټاکل شوې ده تر راتلونکو نږدې دوه میاشتو پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دا پُل چې، ۲۱.۵ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري، ګاډرونه یې نصب شوي او د سیم تاوۍ او د کانکرېټ چارې به یې هم ډیر ژر پیل شي. ورته مهال د سړک د پاتې بنسټیزو برخو د جوړولو چارې هم روانې دي څو قیر کولو ته چمتو شي. له دیوان بیګي څخه تر مهتاب قلعه پورې سړک چې، ۱۷۳۳ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، ۷۰۰ متره برخه یې مخکې قیر شوې ده او هڅه کېږي چې، د ژمي موسم تر را رسېدو وړاندې یې پاتې برخې هم قیر شي. په دې پروژه کې د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي. د دې سړک او پله په جوړېدو سره به له یوې خوا د کمپنۍ او برچي سړک په اوږدو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کموالی ومومي او بله خوا به د ترانسپورتي ستونزو د حل سربېره، د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي


