
د ګلباغ سړک د لومړۍ برخې د ښي خوا لیکې قیر چارې د بنسټیزو برخو تر جوړېدو وروسته پیل شوې او هڅه کېږي څو هرڅه ژر بشپړې او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي. د ګلباغ سړک لومړۍ برخه چې، له دارالامان مانۍ څخه تر فیصل ښارګوټي پورې (۳۱۷۶) متره اوږدوالی او (۳۳) متره سور لري، څه موده وړاندې یې د کیڼ لوري لیکې قیر چارې بشپړې شوي دي او ټاکل شوې ده ډېر ژر یې دویمه طبقه قیر چارې هم ترسره شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ د دې سړک قیر چارې د ټولو تخنیکي او فني معیارونو په پام کې نیولو سره روانې دي او موخه یې دا ده چې، د ژمي تر را رسېدو وړاندې یې د جوړولو چارې بشپړې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي. په دې پروژه کې د لښتيو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک دکرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي


