
د اوومې ناحیې اړوند له علاءالدین درې لارې څخه تر تخنیکم سیمې پورې د سړک قیر چارې په ښه کیفیت او چټکۍ سره روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ د دې سړک قیر چارې د ټولو تخنیکي او فني معیارونو په پام کې نیولو سره ترسره کېږي چې، تر اوسه یې د څه باندې (۱۴۰۰) متره برخې قیر چارې ترسره شوې دي. ورته مهال د دې سړک د پاتې برخې د جوړولو چارې هم روانې دي څو هرڅه ژر قیر کولو ته چمتو شي. د سړک جوړلو په دې پروژه کې چې (۱۷۶۷ ) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي. دغه راز د دې سړک په اوږدو کې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د (۲۸ ) مترو په اوږدوالي او (۱۸.۴ ) مترو په سور سره د موټرو د تګ راتګ یوه پله د جوړلو چارې هم روانې دي. د دې سړک او پله په جوړېدو سره به د دارالامان سړک له چهلستون سیمې سره ونښلول شي، چې ورسره جوخت به په یادو سیمو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي


