الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له محبس څلورلارې څخه تر سلیم کاروان سړک پورې د نوي سړک لومړۍ طبقه قیر چارې د بشپړېدو په حال کې دي

 16979.jpg (1820 × 1024)

د دولسمې ناحیې اړوند د محبس له څلورلارې څخه تر سلیم کاروان سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک لومړۍ طبقه قیر چارې په چټکۍ سره روانې دي او ټاکل شوې ده چې، ډیر ژر بشپړې شي. دغه سړک چې (۲۰۰۹) متره اوږدوالی (۲۴، ۳۰ او ۴۰ ) متره سور لري، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړول، د څراغونو او ترافیکي نښو نصبول هم پکې شامل دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ د دې سړک د لومړۍ طبقه قیر چارو له بشپړېدو وروسته به یې دویمه طبقه پیل شي څو دغه سړک هرڅه ژر جوړ او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي