
د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اتمې ناحیې اړوند د درېیم ګذر په وحدت ښارګوټي کې د(۸) کوڅو کانکریټ چارې په چټکۍ سره روانې دي. په دغې پروژه کې چې په ټولیزه توګه (۶۳۰ ) متره اوږدوالی او له (۳) څخه تر (۴.۳) مترو پورې سور لري، د لښتیو جوړول هم شامل دي او تر اوسه پورې (۴۵) سلنه پرمخ تللې ده. د مسئولینو په وینا، ټاکل شوې ده یاده پروژه تر راتلونکې یوې میاشت پورې بشپړه، چې ورسره جوخت به د ښاریانو پر وړاندې شته ترافیکي ستونزې حل او دوی ته به ګڼې ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي. کابل ښاروالۍ د ښار په بیلابیلو برخو کې د زیربنایي پروژو په پلي کولو سره، د ښاري ترانسپورت د وضعیت د ښه والي او د ښاري خدمتونو د کچې لوړولو په موخه، ستر ګامونه پورته کوي


