
د لسمې ناحیې اړوند د وزیرمحمد اکبرخان مېنې او شېرپور سیمو ترمنځ د اوو فرعي سړکونو د جوړلو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ په دې پروژه کې د لومړي، دویم، درېیم، څلورم، پنځم، اووم او دیارلسم فرعي سړک جوړول شامل دي. دا پروژه چې، په ټولیزه توګه (۵۳۵۰) متره اوږدوالی او هر سړک یې (۶) متره سور لري، د لښتیو او پلیو لارو جوړولو په ګډون به د یوه کال په موده کې د (۱۰۰) میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شي. د دې سړکونو په جوړېدو سره به له یوې خوا د سیمې اوسېدونکو ته ګڼې ترانسپورتي او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي او بله خوا به د ترافیکي بهیرد ویش او ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په برخه کې اغیزمن رول ولوبوي.


