الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شپاړلسمې ناحیې په ۱۶م ګذر کې د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي

 16988.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د شپاړلسمې ناحیې د ۱۶م  ګذر اړوند په قلعه زمان خان سیمه کې د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، (۵۷۰) متره اوږدوالی او (۸) متره سور لري، د لښتیو جوړول هم شامل دي او تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به په اساسي توګه بشپړه او ورسره جوخت به د ښاریانو په وړاندې شته ترانسپورتي او چاپېریالي ستونزې حل شي. پاتې دې نه وي چې، په دې پروژه کې یوه شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده