
د کابل - لوګر سړک د لومړي فاز د پاتې برخو بنسټیزې چارې روانې دي او هڅه کېږي څو هرڅه ژر قیر کولو ته چمتو شي. د یادې پروژې د مسئولینو په وینا، تر اوسه پورې د دې سړک د (۲۷۰۰) مترو په اوږدوالي د یوې اصلي لیکې لومړۍ او دویمه طبقه او په ټولیزه توګه د (۷۳۰۰) مترو په اوږدوالي د دوو فرعي لیکو لومړۍ طبقه قیر چارې ترسره شوې دي. د دې سړک لومړۍ برخه چې، له نجات څلي څخه تر چرخ آب سیمې پورې (۷) کیلومتره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، د سړک جوړولو د معیارونو مطابق ډیزاین شوې ده. همدارنګه، د یاد سړک په اوږدو کې د مستان کانال د جوړولو سربېره، دلښتیو، پلیولارو، ګلدانونو او تمځایونو جوړول هم په پام کې نیول شوي دي. د کابل-لوګر سړک چې، د کابل ښار په سویلي زون کې یو له مهمو اقتصادي دهلیزونو څخه ګڼل کیږي، کابل ښاروالۍ یې د اهمیت په درک کولو سره ژمنه ده چې، په لنډ ممکن وخت کې یې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاري


