الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کمري سړک دویمه طبقه قیر چارې پیل شوې

 16994.jpg (1820 × 1024)

د دوه ویشتمې ناحیې اړوند د بګراميو پروژې لویدیځ خوا ته د کمري سیمې سړک دویمه طبقه قیر چارې پیل شوې او اړوند مسئولین هڅه کوي  تر څو دغه پروژه د ژمي له پیل وړاندې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه سړک چې په ټولیزه توګه (۲۵۸۶) متره اوږدوالی لري، د (۱۲۵۵) مترو په اوږدوالي، (۲۶ او ۳۱) مترو په سور سره برخه به قیر او د (۱۳۳۱) مترو په اوږدوالي او (۶.۵) مترو په سورسره برخه به یې کانکریټ شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولنو په وینا؛ د یاد سړک د قیر چارو سربېره، اوس مهال د کانکریټي برخې د جوړولو چارې هم روانې دي او ټاکل شوې ده ډېر ژر یې کانکرېټ چارې پیل شي.  په دې پروژه کې  د ( ۱۲۵۵) مترو په اوږدوالي او (۲) مترو په سور د اوبو یوه لوی کانال، د (۴.۴) مترو په اوږدوالي، (۳) مترو په سور سره د (۴۶) پلچکونو او د (۸۵) مترو په اوږدوالي، (۲.۷) مترو په لوړوالي، له (۱.۹) څخه تر (۲.۱) مترو پورې  سور سره د استنادي دیوال، لښتیو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزیات هم شامل دي. دغه سړک چې د متوازنې پراختیا د اصل پر بنسټ او د کابل ښاروالۍ د پراختیایي پلان مطابق جوړېږي، د ترانسپورتي زیربناوو په پراختیا، د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت او د ۲۲ مې ناحیې اوسېدونکو ته د آسانتیاوو په رامنځته کولو کې مهم رول لري.