الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بګرامیو له پله څخه تر بت خاک څلورلارې پورې د سړک د بیارغونې چارې روانې دي

 16999.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د بګرامیو له پله څخه تر بت خاک ( ملالۍ) څلورلارې پورې د سړک د بیارغونې او قیر کولو چارې روانې دي. په دغه پروژه کې چې، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست لخوا پلي کیږي، د سړک د کیڼ اړخ د زیانمنو شویو برخو د بیارغولو او قیر کولو چارې شاملې دي، چې په چټکتیا او دقت سره ترسره کیږي. له دې وړاندې تر تخنیکي او فني څېړنو وروسته د یاد سړک د ښي خوا لیکه د پرمختللې ماشینرۍ په وسیله په معیاري توګه بیارغول شوې ده. یاده پروژه په ټولیزه توګه (۴) کیلو متره اوږدوالی لري چې، د دوو اصلي لیکو د بیارغونې سربېره، د سړک غاړې جدولونو نصبول هم پکې شامل دي او وروسته به پرې کرښې هم واچول شي. د کابل ښاروالۍ مسئولین وايي چې، د عامه تاسیساتو او ښاري زیربناوو د ساتنې په موخه، د سړکونو بیارغونه د کابل ښاروالۍ د دوامداره برنامو یوه برخه ده. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د وسایطو د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د سړک له ژر ویجاړېدو څخه به مخنیوی وشي