الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په یو ویشتمه ناحیه کې د فرعي سړکونو او کوڅو د پنځو پروژو کانکرېټ چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

 17003.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښارالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د یو ویشتمې ناحیې د لومړي، دویم، درېیم، پنځم او شپږم ګذر اړوند په غازي آباد، چنايي پُل، مسلم آباد، صافي کوټ او د تقوا جومات په سیمو کې د فرعي سړکونو او کوڅو د پنځو پروژو کانکرېټ چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د غیر اختیاري پروژو د څارنې آمر انجنیر ذبیح الله رحیمي وویل: دا پروژې په ټولیزه توګه ۳۸۱۵ متره اوږدوالی او له ۳.۵ څخه تر ۷ مترو پورې سور لري چې، د لښتیو په ګډون یې چارې د ۳۹.۶ میلیونه افغانیو په لګښت په ۳ او ۴ میاشتو کې په اساسي توګه بشپړې شوې دي. نوموړي زیاته کړه چې، د دې پروژو په بشپړېدو سره د سیمې د اوسېدونکو د خاورو او خټو ستونزې هوارې شوې دي او اوس مهال ښاریانو ګڼ شمېر ټولنیزو او ښاري آسانتیاوو ته لاس رسی موندلی دی. ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د دې سړکونو او کوڅو له جوړېدو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې، د نویو کوڅو او سړکونو ساتنې ته به پام کوي.