الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

قلم او ژبه دوه الهی نعمتونه خو ستر مسئوليتونه

ليکنه: احسان الله دعوتيار

17013.jpg (5000 × 2200)

قلم او  ژبه د انساني فکر د بيانولو يواځينۍ ښکلې وسيله ده چې، په مرسته یې انسان کولی شي  د خپل زړه احساس له نورو سره شريک کړي. ژبه او  قلم د ځواکمن رب ستر  او  لوی نعمتونه دي چې، په انسانانو يې لورولي دي. په ټوله کې ژبه د پوهولو او  پوهېدلو تر  ټولو لويه او اغېزمنه وسيله ده  چې، په مټ یې  کولی شو  په انساني ټولنه کې خپلې ستونزې حل کړو ، په  ژبه او  قلم موږ حق  ويلی او ليکلی شوو چې، د سترو  جهادونو اجر لري. په ژبه او قلم د الله تعالی د بې شمېره نعمتونو شکر ادا کوو ، د الله تعالی حمد په همدې ژبه وايو، د سپېڅلي رب د سپېڅلي کلام تلاوت هم کوو. بايد هڅه و شي چې، په مسئولانه ډول يې استعمال کړو ځکه د هر نعمت الله تعالی پوښتنه کوي.  د ژبې په وسیله شر هم بيانيږي او خير هم، بده خبره  هم ويل کيږي  او  له شفقته ډکه خبره هم او  د دې ژبې په وسیله کولی شو شخړې هم هوارې کړو.

د پښتو ژبې مشهور متل دی چې وايي: ژبه هم قلا ده هم بلا.

باید په یاد ولرو چې، ژبه د لوړوالي او غوره والي لامل نه دی، د انسان کرامت او غوره والی تر قوم، ژبې، سمت او نژاد پورې اړه نه لري، بلکې په تقوا پورې تړاو لري.

په کار  دا ده چې، د قلم او  ژبې چې کومه دنده ده هغه په غوره توګه تر سره کړو  او  په سمه توګه يې استعمال کړو  او  د دې دواړو  عفت وساتو.

په دې اړه په اسلامي ارشاداتو کې داسې لارښوونې شوې چې، د عملي کېدو په صورت کې به يې انسان د خلکو او  الله تعالی په  وړاندې د خجالت احساس ونکړي او نه به پښېمانه شي. الله تعالی فرمايي:

ژباړه: له خلکو سره ښې خبرې وکړئ! سورت البقره-۸۳

په بل ځای کې الله تعالی فرمایي، ژباړه: حتی هغو خلکو ته هم ښکنځل مه کوئ چې، له الله تعالی څخه بغیر د بل چا عبادت کوي. الانعام-108

الله تعالی له غیبت کولو څخه منع کړې ده.

الله تعالی فرمايي، ژباړه: بعضې د بعضو غيبت مه کوئ او  په همدې مبارک آیت کې د غیبت قبحه او بد والی د خپل مړه  ورور د غوښې خوړلو سره تشبيه شوې، لکه سړی چې د خپل ورور  غوښه خوري.

 په احاديثو کې د غيبت معنا او تشرېح په خورا ښایسته وضاحت سره داسې شوې ده:

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: ژباړه: تاسو پوهېږئ چې غيبت څه ته وايي؟ صحابه کرامو وويل چې،الله تعالی او د هغه رسول ښه پوهيږي. بيا رسول عليه السلام و فرمايل: هغه خبره چې ستا ورور يې بده ګڼي او ته يې ووايې. 

يو چا وويل: هغه څه  چې زموږ په  ورور کې  وي او موږ يې و وايو؟  نبی عليه السلام وويل: همدا  غیبت دی او که چا کې څه نه وي او تاسو  وويل، بیا خو  تهمت دی. رواه مسلم

په احاديثو کې هم د ژبې د ښه استعمال لپاره لارښوونې شوي دي. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: په الله تعالی او آخرت ايمان  لرونکي بايد يا ښه خبره وکړي او يا دې غلي کښيني او  نور عبثيات دې نه وايي، بې ګټې او بې ځایه خبرې دې نه کوي.

بل حديث شريف کې رسول الله(ص) فرمايي: ژباړه: حقه خبره کول غوره جهاد دی. سنن النسائي.

بل ځای کې فرمايي: ژباړه: ښه او سپېڅلې خبره صدقه ده. صحيح البخاري

په دې حديث مبارک کې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: ژباړه: د منکر مخه په لاس ډب کړئ او که د لاس توانايي مو نه لرله نو په ژبه يې مقابله وکړئ!

بل ځای حديث کې رسول الله(ص) فرمايي: ژباړه: له مشرکينو سره په نفسونو، مالونو او ژبو سره جهاد وکړئ.

بل ځای حديث کې  رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل:

ژباړه: بېشکه الله تعالی له هغه سړي څخه کرکه کوي چې، ډېر فصيح او بليغ وي (خو) خپلې ژبې ته په خوله کې  داسې حرکت ورکوي لکه غوا چې خپله ژبه خوځوي (یعنې په تکبر، ځان ښودنه او د خلکو د حیرانولو لپاره). رواه الترمذي.

امام شافعي رحمه الله وايي: (که زه پوه شم چې زما خبرې زما د ميزان په ضرر دي، نو تر مرګه چوپتيا غوره ګڼم)

د نمامت (خبرو ګرځولو) سخت وعيد: رسول الله(ص) وفرمايل:ژباړه: خبر ګرځوونکی (نمام) به جنت ته نه داخليږي. صحيح البخاري.

او په بل حديث کې فرمايي:

ژباړه: بېشکه د الله د بنده ګانو له بدترينو څخه هغه دي چې، نمامت کوي او د دوستانو ترمنځ فساد جوړوي.

دروغ ويل غټه ګناه ده، رښتيا  ویل انسان د جنت لوري ته بيايي او  دروغ  انسان د بې لارۍ او جهنم خواته کاږي. مسند أحمد

بل ځای رسول الله(ص) فرمايي: ژباړه: چا چې د ژبې د حفاظت او  دعورت د حفاظت ضمانت راکړ چې په ناروا او ناجایز ډول به يې نه استعمالوي، زه به يې جنت ته د داخليدو  ضمانت وکړم.

 ورونو دا هغه امانتونه دي چې، بايد ښه استعمال شي او په پوره مسئولیت ترې ګټه پورته شي.

و صلی الله عليه وسلم