
د دوه ویشتمې ناحیې د ۲۳م ګذر اړوند په شیوه کي سیمه کې د دوو فرعي سړکونو او دوو کوڅو کانکرېټ چارې (۹۰) سلنه مخته تللې او ټاکل شوې چې تر راتلونکې اونۍ بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ په دې پروژه کې چې، په ټولیزه توګه (۶۴۴) متره اوږدوالی، (۳) او (۶) متره سور لري، د لښتیو جوړول هم شامل دي. د یادونې وړ ده چې، دا پروژه د کابل ښاروالۍ له خوا د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د ښاریانو د ستونزو د حل او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه، طرحه او د پلي کېدو په حال کې ده


