الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بهرنیو چارو وزارت له سړک څخه د کانکریټي خنډونو د لرې کولو لړۍ پیل شوه

 17029.jpg (1820 × 1024)

د بهرنیو چارو وزارت له سړک څخه د کانکریټي خنډونو د لرې کولو لړۍ د مسئولې کمیټې له خوا پیل شوه. په پام کې ده چې، دغه سړک د ملک اصغر له څلور لارې څخه تر زنبق څلور لارې پورې له خنډونو پاک او د ښاریانو پرمخ پرانیستل شي. د افغانستان د ا-ا-ا د کابینې د پریکړې پر بنسټ، ټولې ادارې مکلفې دي چې، خپل اړوند خنډونه لرې کړي او ښاري سیمې د ټولو ښاریانو پرمخ پرانیزي. د مسئولې کمیټې د سروې پر بنسټ، په کابل ښار کې یو شمېر سیمې پېژندل شوي چې، خنډونه باید ترې لرې شي او دغه لړۍ پړاو په پړاو دوام لري. د کابل ښاروالۍ مشرتابه د خنډونو په لرې کولو کې د حکمي او حقیقي اشخاصو له مرستې څخه مننه کوي او وایي چې، د کورونو او دفترونو مخې ته د کانکریټي خنډونو ایښودل، د لارو د بندیدو، د ګڼه ګوڼې د زیاتوالي او د ښاري نظم د ګډوډیدو لامل کیږي. د دې اقدام موخه، په ښاري سیمو کې د ښکلا او نظم رامنځته کول او په عادلانه  توګه له ښاري فضا څخه ګټه اخیستل دي، ترڅو ښاریان وکولی شي په ښکلي، خوندي او پاک چاپېریال کې ژوند وکړي