الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بره کي او کلوله پشتې سیمو ترمنځ د نوي سړک بنسټیزې چارې روانې دي

 17047.jpg (1820 × 1024)

د استملاکي خنډونو تر پاکولو وروسته د څلورمې ناحیې اړوند د بره کي او کلوله پشتې سیمو ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک بنسټیزې چارې روانې دي او هڅه کېږي چې، دا پروژه په کمه موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دا سړک د بره کي څلورې د بدیلې لارې په موخه ډیزاین شوی دی او د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت او د تګ راتګ ستونزو د هوراېدو په برخه کې مهم رول لري. دا پروژه ۶۵۴ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري چې، د ۲۶۴۹ متر مکعب په اندازه استنادي دېوال، لښتیو، پلیو لارو، د روښنایۍ څراغونو او د کرښو اچولو په ګډون د جوړېدو په حال کې دی. کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، د ښار په بېلابېلو برخو کې د زیربنايي پروژو په پلي کولو سره ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې عامه آسانتیاوې رامنځته کړي