الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له پُل آرتل څخه تر دهمزنګ پورې د سړک قیر چارې پیل شوې

 17049.jpg (1820 × 1024)

 د درېیمې ناحیې اړوند له پُل آرتل  څخه تر دهمزنګ پورې د سړک قیر چارې د بنسټيزو برخو تر جوړېدو وروسته پیل شوې. دا مهم سړک چې (۱۰۴۰) متره اوږدوالی، (۲۷) او (۳۰) متره سور لري، یوه اصلي لیکه، یوه فرعي لیکه او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم پکې شامل دي. اوس مهال د یاد سړک څه باندې (۶۰۰) متره برخه قیر کولو ته چمتو شوې ده او ورته مهال یې د پاتې برخو د جوړولو چارې روانې دي څو هغه هم قیر کولو ته چمتو شي. ټاکل شوې ده د دې سړک قیر چارې د تخنیکي سندونو مطابق  د ژمي تر را رسېدو وړاندې بشپړې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به  له یوې خوا د ښار په مرکزي برخو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به ښاریانو ته به د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کېدو سربېره، د کابل ښار په بڼه کې مثبت بدلون راشي