
د پنځمې ناحیې اړوند له قلعه وزیر سیمې څخه د کمپنۍ تر سړک پورې د نوي نښلونکي سړک د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا روانې دي. دغه سړک چې (۳۷۶) متره اوږدوالی او (۲۰) متره سور لري، دلښتیو او پلیو لارو په ګډون به تر راتلونکو دوو میاشتو پورې په اساسي توګه جوړ شي. د دې پروژې له پلي کولو څخه موخه، د ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوو پراختیا او د ښاریانو لپاره د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو برابرول دي


