الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بادام باغ سړک د پاتې برخې د جوړولو چارې دوام لري

 17067.jpg (1820 × 1024)

د بادام باغ سړک د پاتې برخې د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا روانې دي او ټاکل شوې ده چې، تر بشپړیدو وروسته یې قیر چارې پیل شي. دغه سړک، چې د کارته پروان له دویمې برخې څخه تر سرای شمالي پورې (۳۲۸۸) متره اوږدوالی او له (۲۰) څخه تر (۳۰)مترو پورې سور لري،  تر اوسه یې شاوخوا (۲۵۰۰) متره برخه قیر شوې او د پاتې برخو په جوړولو یې کار روان دی. په دې پروژه کې، د لښتیو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزیات هم په پام کې نیول شوي دي. د دې سړک په جوړیدو سره به له یوې خوا د سرای شمالي، تهیه مسکن، پروان سه او ورڅېرمه سیمو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به د ښاریانو د تګ راتګ لپاره د پام وړ آسانتیاوې رامنځته شي