
د دولسمې ناحیې د ۲۴م ګذر اړوند په اتفاق سیمه کې د (۳) کوڅو د جوړولو چارې روانې دي او ټاکل شوې ده ډېر ژر یې کانکرېټ چارې هم پیل شي. دا پروژه چې، په ټولیزه توګه د (۱۲۳۰) متره اوږدوالی او (۵) متره سور لري، د لښتیو په ګډون ډیزاین شوې ده چې، تر دې مهاله (۶۵) سلنه مخته تللې او هڅه کېږي چې، د ژمي تر را رسېدو وړاندې بشپړه او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو ګڼې ترانسپورتي او چاپېریالي ستونزې هوارې شي. یاده پروژه د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، ښاریانو ته د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د دوی پر وړاندې د شته ستونزو د هوارولو په موخه د پلي کېدو په حال کې ده


