
د بره کي څلور لارې د ځمکې لاندې سړک د جوړولو لویه پروژه چې، د روان کال د غبرګولي (جوزا) په میاشت کې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست له خوا پیل شوې وه، تر اوسه (۶۰) سلنه پرمخ تللې ده. د دې څلور لارې تر ځمکې لاندې سړک چې، د نادریې لیسې څخه د ترافیک څلور لارې په لوري غځیدلی دی، د (۴۷۰) مترو په اوږدوالي، (۲۰) مترو په سور او (۵.۵) مترو په ژوروالي سره ډیزاین شوی دی. د دې سړک په جوړښت کې (۵۲۵) استحکامي پایلونه(پایې) په پام کې نیول شوې دي، ترڅو د موټرو د تګ راتګ پر مهال آسانتیا رامنځته کړي. د کابل ښاروالۍ د مسئولینوپه وینا، هڅې روانې دي څو د ځمکې لاندې سړک د جوړولو چارې په لنډ وخت کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دې سړک تر جوړېدو وروسته به، په یادې څلور لارې کې د هوایي پله د جوړولو چارې هم پیل شي. دغه پل چې، د دهن باغ له څلور لارې څخه د پروان دو تر څلور لارې پورې غځیدلی دی، د (۷۰۰) مترو په اوږدوالي، (۲۰) مترو سور، (۵.۵) مترو لوړوالي او د (۲۴۷) استحکامي پایلونو (پایو) په درلودلو سره ډیزاین شوی دی. کابل ښاروالۍ له ښاریانو څخه غوښتنه کوي چې د دې پروژې د پلي کولو پر مهال په یاد سړک کې له اړتیا پرته تګ راتګ څخه ډډه وکړي. همداراز د کابل د ترافیکو ریاست څخه د بدیلو لارو د جوړولو او د ترافیکي بهیر د تنظیم او ویش په برخه کې د مرستې له امله مننه کوي


