
د دولسمې ناحیې اړوند د محبس له څلورلارې څخه تر سلیم کاروان سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک دویمه طبقه قیر چارې په چټکۍ سره روانې دي چې، ډیر ژر به بشپړې او یاد سړک د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي. دغه سړک چې (۲۰۰۹) متره اوږدوالی (۲۴، ۳۰ او ۴۰ ) متره سور لري، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړول، د څراغونو او ترافیکي نښو نصبول هم پکې شامل دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د یادې پروژې د کار له کیفیت څخه په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي


