الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کابل ښار کې د نیالګيو کېنولو خزاني کمپاین پیل شو

 17095.jpg (1820 × 1024)

په کابل ښار کې د زرغونو سیمو د پراختیا او د سالم ښاري چاپېریال رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له خوا د کابل ښار په غونډیو او د غرونو په لمنو کې د نیالګیو کېنولو خزاني کمپاین پیل شو. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل د یاد کمپاین د پرانیستې په مراسمو کې د زرغونو سیمو او نیالګیو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل:" د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست د زرغونو سیمو د پراختیا لپاره له فرصت څخه ګټه اخلي او اړتیا ده چې، ښاریان هم د کابل ښار له اقلیم سره د مناسبو نیالګیو د کېنولو په برخه کې مرسته وکړي". نوموړي زیاته کړه چې، د دې کمپاین په ترڅ کې به د ښار د زرغونتیا په موخه، د ارغوان، پستې، بادام، سرو او ناجو نیالګي کېنول شي. ورته مهال نورو ویناوالو هم د نیالګیو پر کېنولو او ساتنه ټینګار وکړ او ویې ویل چې، د ونو په کېنولو سره نه یوازې ښاري ښکلا زیاتېږي بلکې، د پاکې هوا د لرلو تضمین هم کوي. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست د خپلو قوریو له لارې شاوخوا سل زره بېلابېل ډوله نیالګي چمتو کړي دي چې، د مسلم تپې او د کابل ښار د زرغون کمربند په سیمو کې به کېنول شي