
ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو او ترافیکي بهیر د تنظیم په موخه، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا له علاءالدین درې لارې څخه تر تخنیکم سیمې پورې د نوي نښلوونکي سړک په اوږدو کې د کابل سیند د پاسه د موټرو د تګ راتګ د یوه پله د جوړولو چارې روانې دي. ټاکل شوې ده دا پُل چې (۲۸) متره اوږدوالی او (۱۸.۴ ) متره سور لري،د روان کال په بهیر کې جوړ شي. ورته مهال له علاءالدین درې لارې څخه تر تخنیکم سیمې پورې د (۱۷۶۷) مترو په اوږدوالي او (۳۰) مترو په سور سره د سړک د جوړولو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي. د دې سړک او پله په جوړېدو سره به له یوې خوا د دارالامان او چهلستون سړکونو ترافیکي بهیر ووېشل شي او بله خوا به د ګڼه ګوڼې د کمښت په برخه کې مهم رول و لوبوي


