
د شپږمې ناحیې د ۲۲م ګذر اړوند د قلعه بختیار په سیمه کې د (۲۴) کوڅو او فرعي سړکونو د جوړولو پروژه څه باندې (۴۰) سلنه پرمخ تللې ده او هڅه کېږي چې، د ژمي له را رسېدو وړاندې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه پروژه چې، د ځمکې د بیا تنظیم د برنامو په چوکاټ کې طرحه شوې، په ټولیزه توګه (۳۲۴۵) متره اوږدوالی او له (۴) څخه تر (۹) مترو پورې سور لري. د دې سیمې په پراختیایي پلان کې د عامه تاسیساتو جوړول او ښاري خدمتونه هم شامل دي، چې د معیاري سړکونو او کوڅو په جوړولو سره به نه یوازې د ملکیتونو ارزښت لوړ کړي، بلکې مالکانو ته به یې د ملکیت د اعتبار وړ او اصولي سندونو د ویش لپاره زمینه هم برابره کړي. له دې برنامې څخه موخه، د ښاري ماسټر پلان پلي کول او هغو ښاریانو ته غوره خدمتونه وړاندې کول دي، چې له کلونو راهیسې له ښاري آسانتیاوو څخه بې برخې دي. د یادونې وړ ده چې، په دې سیمه کې د ځمکې د بیا تنظیم لومړۍ پروژه په (۹۰) جریبه ځمکې کې پلي شوه او (۱۴۱) ملکیتونه پکې شامل دي


