الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې قیر چارې د بشپړېدو په حال کې دي

 17106.jpg (1820 × 1024)

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې ښي خوا ته لیکې دویمه او درېیمه طبقه قیر چارې روانې دي او ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې بشپړې او یاد سړک د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي. دغه راز د دې برخې د کیڼې خوا لیکې درېیمه طبقه قیر چارې بشپړې شوې او سړک د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوی دی. د خیرخانې کوتل سړک دویمه برخه چې، د کوتل له پورتنۍ برخې څخه د بوستان تر سړک پورې (۲۵۲۰) متره اوږدوالی او په دوه لیکو کې (۶۰) متره سور لري، تر اوسه پورې (۸۵) سلنه پرمختګ لري. دا سړک، چې د کابل په شمال کې یو مهم اقتصادي دهلیز ګڼل کیږي، د لښتیو، پلیولارو، څراغونو، ګلدانونو او د معیاري سړک د نورو جزئیاتو جوړول پکې شامل دي. د دې پروژې په بشپړیدو سره به د خیرخانې کوتل سړک په اوږدو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي