الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګلباغ سړک د دویمې برخې د جوړولو پروژه ۴۵ سلنه مخته تللې ده

 17108.jpg (1820 × 1024)

د ګل باغ سړک د دویمې برخې د جوړولو پروژه، چې په روان کال کې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې وه، تر اوسه (۴۵) سلنه مخته تللې ده او هڅې روانې دي څو د دې سړک ځینې برخې ژر تر ژره قیر کولو ته چمتو شي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، له فیصل ښارګوټي څخه تر ګلباغ پله بورې ( ۲۳۹۶) متره اوږدوالی او (۳۳) متره سور لري، په اوږدو کې یې د (۲۴) مترو په اوږدوالي او (۱.۲ ) مترو په سور د یوه پلچک، لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي. د ګلباغ سړک چې د کابل ښار له اقتصادي دهلیزونو شمېرل کېږي، د کابل لوېدیځ له سویل سره نښلوي او د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا او د ګڼه ګوڼې د کمښت په برخه کې ځانګړی اهمیت لري. پاتې دې نه وي چې، د یاد سړک د جوړولو  عملي چارې په څلور برخو کې روانې دي