ژباړه: ابویاسر"پښتون"

په ادارو کې یوازې مهارت د یوې دندې یا د یوه کس د بريا لپاره بسنه نه کوي. د بېلابېلو ادارو مشران د داسې خلکو په لټه کې وي چې، په کارپوه، ټولنیز او د غوره اخلاقو لرونکي، د باور وړ او په ټوله کې کار کول ورسره آسانه او په زړه پورې وي، ځکه چې په کـاري چاپېریال کې د کارکوونکو چلند او سلوک د ادارې مدیرانو ته بېلابېل پیغامونه لري.
اداري اخلاق:
اداري اخلاق د هغـو اخلاقي اصولو او ارزښتونو ټولګه ده چې، کارکوونکي او مديران ترې په اداره کې ګټه اخلي، څو د صداقت، عدالت، درناوي او غوره انسانی اخلاقو په مراعاتولو سره خپلې دندې په غوره توګه ترسره کړي. دا اصـول د مسلکي چلند، باور ساتنې او په کاري چاپېريال کې د ښو اړيکو پر جوړولو ټينګار کوي. خو پوښتنه دا ده چې، ولې کاري اخلاق او مسلکي چلند ارزښت لري؟
دا ځکه چې د ادارې پر اعتبار او باور اغېزه لري، د کاري ټیم د همکارۍ او اعتماد فضأ پياوړې کوي، د کاري چاپېريال نظم او شفافيت ساتي، د خلکو باور زیاتوي، د ادارې نوم ته ګټه رسوي، د شخړو او ستونزو مخنيوی کوي، د کار د ګټو او کیفیت کچه لوړوي، د مسلکي اخلاقو، د ټولنيزو او اداري اړيکو د پراختیا لامل کېږي.
کاري اخلاق د انسان د باطني ارزښتونو ښکارندويي او مسلکي چلند بیا د عملونو او کړنو څرګندونه کوي. که دواړه سره یو ځای شي کاري چاپېریال ښه کوي او د کارکوونکو تر منځ باور زیاتوي.
مسلکي چلند:
په کاري نړۍ کې، د تعامل طریقه، سلوک او له نورو سره اړیکې مسلکي چلند بلل کېږي. د دفتر د آدابو بنسټ پر درناوي ولاړ دی. کله چې له نورو سره د تعامل او اداري چلند خبره کېږي، کاري اخلاق ډېر مهم ارزښت لري. د ادارې مشران هغو کارکوونکو ته ډېر ارزښت ورکوي چې، خپلې دندې په مسلکي ډول ترسره کوي. په حقیقت کې هغه کار کوونکي چې غوره مسلکي چلند لري د خپلو همکارانو په پرتله ډېر د باور وړ دي او لوړ اعتبار لري. د دفتر د ادابو زده کړه او مهارت د ځوانو کارکوونکو لپاره د اعتماد او پرمختګ سرچینه ده.
د مسلکي چلند لپاره مهم ټکي:
د خپلو ژمنو درناوی وکړئ، کله چې د مسلکي چلند خبره کېږي، د ژمنو عملي کول ډېر مهم دي. کېدای شي تاسو د مسلکي اخلاقو ټول اصول مراعات کړئ، خو که خپلې ژمنې ترسره نه کړئ، هغه به هېڅ ارزښت و نه لري.
که تاسو تل د خپلو دندو او مسئولیتونو پر وړاندې ځواب ورکوونکي یاست، نو تاسو یو مسئول شخص یاست چې د موخې لپاره کار کوئ.
کارونه پر وخت ترسره کړئ، د ورځې د پیل غونډو او د هرې کاري ناستې لپاره په خپل وخت حاضر شئ، ځکه چې وخت پېژندنه مثبت پیغام لري، هغه دا چې تاسو خپلې دندې ته درناوی لرئ او د خپلو همکارانو وخت او هڅو ته ارزښت ورکوئ.
د نورو خبرو ته ارزښت ورکول، د غونډو پر مهال یادښت اخیستل، اړوند پوښتنې کول، خبرو ته غوږ نیول او له خبرو سره علاقه ښکاره کول هم یو ډول اخلاقي اصول دي. که دا اصول مراعات نه کړئ، کېدای شي ستړي او بېپروا ښکاره شئ او نورو ته دا پیغام رسوئ چې تاسو د هغوی خبرو ته ارزښت نه ورکوئ.
همدارنګه د ادارې د پرمختګ لپاره ښه، مثبت او نوښتګر نظرونه وړاندې کول هم د مسلکيتوب برخه ده. خو یوازې په ستونزو باندې بحث کول او ستونزې یادول بسنه نه کوي، تاسو باید د ستونزو د حل لپاره غوره، عملي او منطقي وړاندیزونه هم ولرئ.
له کاري چاپېریال سره ځان آشنا کړئ!
د کاري کلتور طریقه له یوې ادارې څخه بلې ته توپیر لري، نو کله چې تاسو نوې دنده پیلوئ، باید د خپل نوي کاري ځای د کلتوري اصولو په اړه څومره چې امکان لري معلومات ترلاسه کړئ. د مناسب لباس انتخاب یې ښه بېلګه ده. د نورو کارکوونکو د جامو اغوستلو طرز ته پام وکړئ او ځان ورسره عیار کړئ. همدا رنګه د اړیکو څرنګوالی هم له یوې ادارې څخه بلې ته توپیر لري. په ځینو ادارو کې یو ساده ایمیل یا آنلاین ویډیويي مجلس دود وي، خو په نورو کې دا کار د رسمي حضوري غونډو له لارې ترسره کېږي.
شخصي خبرې:
د دفتر اصول دا غواړي چې تاسو له داسې خبرو څخه ډډه وکړئ، چې د نورو د کار خنډ ګرځي. د شخصي خبرو کمول د مسلکيتوب مهمه برخه ده.
ستـاسو د خـبرو موضـوعات باید کاري چاپېریال ګډوډ نه کړي. که د شخصي علایقو او نورو مسایلو په هکله بحث مو زړه غواړي نو ښه ده چې په غیر رسمی وختونو کې پرې بحث وکړئ.
په دفتر کې شخصي زنګونه یا غیر ضروري خبرې وخت ضایع کوي. په خواله رسنیو کې د خپلې دندې، رئیسانو یا همکارانو په اړه منفي تبصرې مه خپروئ، ځکه دا ستاسو دنده له ګواښ سره مخ کوي او د همکارۍ فضأ زیانمنوي.
له غیبت او بې بنسټه خبرو ځان وساتئ!
د ادارې د سیاستونو په اړه خبرې حتمي وي، خو هڅه وکړئ چې مثبت او اصلاحی بحثونه او خبرې وکړئ.
هڅه مه کوئ چې نور کارکوونکی بد معرفي کړئ، د شخصي ګټو پرځای د ادارې بریالیتوب ته لومړیتوب ورکړئ.
کله چې کارکوونکي د یوې ګډې موخې لپاره کار کوي، د ادارې سیاستونه مثبتې پایلې لري. خو که یو د بل پر وړاندې سیالي او شخړې پیل شي، پایله به یې منفي وي. که تاسو له داسې ډلې سره مخ شئ چې، د نورو غیبت کوي، ښه ده چې له هغې ډلې لېرې شئ او خپل کار ته دوام ورکړئ.
پایله:
هره اداره ګڼو کارکوونکو ته اړتیا لري، نو ښه ده چې له نورو کار کوونکو سره د ګډ کار لپاره ځان چمتو کړئ. ډله ییز کار د پرمختګ ستر عامل دی.
هغه کسان چې له نورو سره ګډ کار نه شی کولای، په اوسنیو ادارو کې ځای نه لري. غوره کارکوونکی هغه دی چې، له نورو کسانو سره غوره اړیکې او ښه فضأ جوړه کړي څو هر کارکوونکي پکې ځان مسئول وګني او د هرچا عزت او وقار ته پکې درناوی وشي.
غوره کارکوونکی هغه دی چې، ټول اسلامي، انسـاني او اخلاقی اصولو او مقرراتو ته درناوی وکړي او خپلې ټولې چارې په صداقت او اخلاص سرته ورسوي.
ژباړه: د «اخلاق حرفهای» له کتاب څخه.


