
د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د خیرخانې کوتل سړک د درېیم فاز د پاتې برخو بنسټيزې چارې روانې دي او هڅه کېږي چې، هرڅه ژر قیر کولو ته چمتو شي. دا سړک له سرای شمالي سیمې څخه کيڼې خوا ته د کوتل تر پورتنۍ برخې پورې (۳۶۴۷) متره اوږدوالی او (۲۷) متره سور لري چې، څه موده وړاندې یې د (۱۲) مترو په سور سره د دوه کیلو متره برخې قیر چارې ترسره شوې دي. دا پروژه کابل ښاریانو په ځانګړې توګه د هېواد د شمالي ولایتونو د اوسېدونکو لپاره ځانګړی ارزښت لري او کابل ښاروالي هڅه کوي چې، چارې یې په ښه کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې کړي


