الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د زرغون کمربند اړوند د تنګي غارو په سیمه کې د ۸۷۰۰ نیالګیو د کېنولو چارې پیل شوې

 17135.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا د نیالګیو کېنولو د خزاني کمپاین پر دوام، د نولسمې ناحیې د زرغون کمربند اړوند د تنګي غارو په سیمه کې د (۸۷۰۰) زینتي او میوه لرونکو نیالګیو د کېنولو چارې پیل شوې. په دې برنامه کې چې، د نولسمې ناحیې رئیس ملا بسم الله هم ګډون درلود، د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل وویل: کابل ښاروالۍ پلان لري څو د زرغون کمربند اړوند د تنګي غارو په سیمه کې زرګونه نیالګي او نور زینتي بوټي چې، د کابل له اقلیم سره مناسب دي کېنوي، څو دا سیمه په یوه لوی تفریحي ځای بدل شي.  نوموړي زیاته کړه: د تنګي غارو سیمې زرغون کمربند (۲۱۰) هکټاره ځمکه په بر کې نیسي چې، په هغه کې درې شنې خونې او یوه ګلخانه شتون لري او د زرغونتیا ریاست د (۴۰) تنو کارکوونکو له خوا یې ساتنه کېږي. همدا راز د دې سیمې ونې او نیالګي د دوو څاګانو او د اوبو د یوې زېرمرې له لارې خړوب کېږي. کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې، د ښار په دننه کې د پارکونو او زرغونو سیمو د پراختیا سربېره، د کابل ښار شاوخوا غرونه او غونډۍ هم زرغونې کړي څو د کابل هوا پاکه او تفریحي سیمو ته لاس رسی چې، د انسان په ذهني آرامتیا کې اغیزمن رول لري، ډېر شي