
د ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په موخه د کابل- جلال آباد سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې ۴۰ سلنه کاري پرمختګ لري او ټاکل شوې ده د ژمي تر را رسېدو وړاندې یې شاوخوا ۳ کیلو متره نوره برخه هم قیر شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ د دې سړک د ۴۸۰۰ متره برخې لومړۍ طبقه قیر چارې څه موده وړاندې ترسره شوې دي. دا پروژه د مکروریانو له څلورلارې څخه تر پکتیا کوټ سیمې پورې په ټولیزه توګه ۹۳۹۷ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري چې، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو، د بایسکل چلولو لیکو، تم ځایونو، کرښو اچولو، د ترافیکي نښو نصبولو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون ډیزاین شوې ده. کابل ښاروالۍ د دې سړک ارزښت ته په کتو چې، د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت او اقتصادي ودې په برخه کې مهم رول لري، له ټولو امکاناتو او سرچینو ګټه اخلي څو چارې یې په ښه کیفیت او په ټاکلي وخت بشپړې شي. د یادونې وړ ده چې، ډېر ژر به له پکتیا کوټ سیمې څخه تر تنګي غارو پورې د دې سړک د دویمې برخې د جوړولو عملي چارې چې، اوس مهال په تدارکاتي پړاو کې دي پیل شي


