
د دولسمې ناحیې اړوند د محبس له څلورلارې څخه تر سلیم کاروان سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک دویمه ( وروستۍ) طبقه قیر چارې د ټولو فني او تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره بشپړې شوې او ډېر ژر به یاد سړک د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي. دغه سړک چې (۲۰۰۹) متره اوږدوالی (۲۴، ۳۰ او ۴۰) متره سور لري، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړولو، د څراغونو او ترافیکي نښو نصبولو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون به د روان کال په بهیر کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته ګڼې ترانسپورټي آسانتیاوې رامنځته او د ورڅېرمه سیمو سړکونو کې به ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجنیران د یادې پروژې د کار د کیفیت د تضمین په موخه، په دوامداره توګه فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي


