الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د زرغون کمربند اړوند د منشي میرغلام په ښارګوټي کې د ۲۵۰۰ نیالیګو د کېنولو چارې پیل شوې

 17145.jpg (1820 × 1024)

د نیالګیو کېنولو د خزاني برنامې پر دوام، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا په اوولسمه ناحیه کې د زرغون کمربند اړوند د منشي میرغلام په ښارګوټي کې د (۲۵۰۰) میوه لرونکو او زینتي نیالګیو د کېنولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل په دې اړه وویل: په دغه زرغون کمربند کې به چې (۱۸۵) هکټاره مساحت لري، د پستې، بادام، تاک، عکاسۍ او ارغوان نیالګي کېنول شي څو د کابل ښار ښکلا او زرغونې سیمې لا پراختیا ومومي. نوموړي زیاته کړه، مخکې په دې سیمه کې (۴۵) زره نیالګي کېنول شوي دي چې اوس یې ښه وده کړې ده. د زرغونتیا رئیس ټینګار وکړ چې، کابل ښاروالۍ د کابل ښار د غرونو او غونډیو په لمنو کې د زرغون کمربند پراختیا ته ژمنتیا لري چې، په دې کار سره به نه یوازې سالم ښاري چاپېریال رامنځته شي، بلکې په کابل ښار کې به د هوا ککړتیا هم کمښت ومومي. ورته مهال د اوولسمې ناحیې رئیس مولوي حبیب الحق حقاني څرګنده کړه چې، د سیمه ییزو شوراګانو په مرسته به د یادې ناحیې زرغونې سیمې پراختیا ومومي او له کېنول شویو نیالګیو او ونو څخه به په ښه توګه ساتنه وکړي