الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قلعه زمان خان له عمومي سړک څخه د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د نښلوونکي سړک دویمه طبقه قیر چارې روانې دي

 17150.jpg (1820 × 1024)

د شپاړلسمې ناحیې اړوند د قلعه زمان خان له عمومي سړک څخه د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک دویمه ( وروستۍ) طبقه قیر چارې د ټولو فني او تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره روانې دي، چې په نږدې ورځو کې به بشپړې شي. دا سړک  چې، ۱۶۴۵ متره اوږدوالی او په دوه لیکو کې ۳۰ متره سور لري، د کابل په ختیځ زون کې له مهمو زیربنايي پروژو څخه شمېرل کېږي.  په دې پروژه کې د ۲۰۱ مترو په اوږدوالي او ۱.۵ مترو په سور او ژوروالي سره د یوه کانال، د ۱۷، ۳۱ او ۴۵ مترو په اوږدوالي (۳) پلچکونو، لښتیو او ګلدانونو جوړول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي. د کابل ښاروالۍ مسئولان وايي چې، ورته مهال له قلعه زمان خان څخه د کارته نو تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې هم روانې دي.د دغو دوو سړکونو په جوړېدو سره به له یوې خوا د سیمې د اوسېدونکو ترانسپورتي او ټولنیزې ستونزې کمښت ومومي او بله خوا به د ورڅېرمه سیمو په ځانګړې توګه د مکروریانو څلورلارې ترافیکي بهیر هم ووېشل شي. پاتې دې نه وي چې، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې اقتصادي ودې ته هم زمینه برابره شي