الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په نهمه ناحیه کې د کوڅو او فرعي سړک د پنځو پروژو کانکرېټ چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

 17152.jpg (1200 × 675)

د نهمې ناحیې په ۲، ۳، ۴ ب، ۷ ب او ۱۵م ګذر کې د کوڅو او فرعي سړک د پنځو پروژو کانکرېټ چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم د رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري، د نهمې ناحیې د مرستیال مولوي عبدالغفور غفوري، د سیمې د اوسېدونکو او مشرانو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس په خپلو خبرو کې وویل چې، دغه پروژې له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو د ستونزو دحل او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پلې شوې.  نوموړي زیاته کړه چې، په ۲م ګذر کې فرعي سړک او کوڅه (۹۶۸) متره اوږدوالی، په ۳م ګذر کې (۹۱۸) متره اوږدوالی، په ۴م ب ګذر کې (۷۳۳) متره اوږدوالی په ۷م ب ګذر کې (۴۹۹) متره اوږدوالی او په ۱۵م ګذر کې (۷۶۹) متره اوږدوالی ( ۲، ۳، ۴ او ۵ ) متره سور لري چې، د لښتیو په ګدون د (۲۴.۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۳) میاشتو په موده کې په اساسي توګه بشپړې شوې. ورته مهال د نهمې ناحیې مرستیال د یادو پروژو له بشپړېدو خوښي وښوده او ویې ویل چې، د یادو سیمو اوسېدونکي باید د خپلو کوڅو او فرعي سړکونو ساتنې ته پام وکړي څو یې له ژر ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي