الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له ځنډ وروسته د کابل منډوي د سړکونو د جوړولو چارې بیا پیل شوې

 17156.jpg (1820 × 1024)

د لومړۍ ناحیې اړوند د کابل منډوي د سړکونو جوړولو چارې چې، د ځیني تخنیکي ستونزو له امله د یوې مودې لپاره ځنډیدېلې وې، بیا ځلي پیل شوې. د دې پروژې چارې ښاریانو او دیادې سیمې فعالیت کوونکو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د شپې مهال ترسره کېږي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست له خوا د یادې پروژې مدیر انجنیر محمد شریف فُرملي په دې اړه وویل: په دې پروژه کې چې، په ټولیزه توګه (۱۴۳۱) متره اوږدوالی، (۱۰) او (۱۴) متره سور لري، د لښتيو او پلیو لارو جوړول او د څراغونو نصبول هم شامل دي. د نوموړي په وینا؛ د دغو سړکونو د جوړولو چارې تر اوسه (۸۵) سلنه کاري پرمختګ لري او هڅه کېږي چې، د پخوانۍ معمارۍ په بڼه یې چارې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې په اساسي توګه بشپړې شي. همدا راز د پروژې مدیر وویل چې، په منډوي سیمه کې د ګڼه ګوڼې د شتون له امله یاده پروژه د ماښام له (۶) بجو څخه د سهار تر (۶) بجو پورې پلې کېږي او د ورځې له خوا ورته توکي چمتو کوي. دا سړکونه له پُل باغ عمومي څخه پیل او د میوند واټ، چنداول، باغبان کوچه، کابل سیند او د شاه دو شمشېره پله په لور غځېږي