
د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د دیوان بیګي- مهتاب قلعه د سړک په اوږدو کې د موټرو د تګ راتګ یوه اساسي پله د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي چې، د سیم پیچۍ د پړاو تر بشپړېدو وروسته یې د فرش کانکرېټ چارې ترسره شوې. دا پُل ۲۱.۵ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري چې، د ګاډرونو تر نصبولو وروسته یې د اصلي فرش چارې هم بشپړې شوې دي. همدا راز د پنځمې، شپږمې او دیارلسمې ناحیو اړوند له دېوان بیګي سیمې څخه تر مهتاب قلعه پورې د سړک د پاتې برخو بنسټيزې چارې روانې دي څو قیر کولو ته چمتو شي. دا سړک ۱۷۳۳ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې، ۷۰۰ متره برخه یې مخکې قیر شوې ده او هڅه کېږي چې، د سړو موسم تر را رسېدو وړاندې یې قیر چارې بشپړې شي. دا سړک او پُل د کمپنۍ او برچي سړکونو د ترافیکي ګڼه ګوڼې په کمښت کې مهم رول لري او په جوړېدو سره به یې د ورڅېرمه سیمو اقتصادي ودې ته هم زمینه برابره شي


