
د اتمې ناحیې اړوند د ستانکزي له څلورلارې څخه تر بګرامیو پورې د سړک د یو کیلو متر په اوږدوالي برخې قیر چارې د بنسټیزو برخو تر جوړېدو وروسته پیل شوې. دغه سړک چې په ټولیزه توګه (۲۵۶۱) متره اوږدوالی او (۴۰) متره سور لري، ټاکل شوې ده ډېر ژر یې پاتې برخې هم قیر کولو ته چمتو شي. یاد سړک په دوو اصلي لیکو کې د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، زرغونو سیمو، د بایسکل چلولو لیکو، پلچکونو، څراغونو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی. ورته مهال د ستانکزي له څلورلارې څخه تر بیني حصار سیمې پورې د سړک جوړولو چارې هم روانې دي. د دغو سړکونو په جوړېدو سره به د کابل- لوګر په سړک ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.


