الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د تهیه مسکن- سرای شمالي سړک د فرعي لیکو دویمه طبقه قیر چارې د بشپړېدو په حال کې دي

 17164.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د (۱۱۰۰) مترو په اوږدوالي او (۹) مترو په سور سره  د تهیه مسکن- سرای شمالي سړک د فرعي لیکو دویمه طبقه قیر چارې د بشپړېدو په حال کې دي او ډېر ژر به د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي. د ډیزاین له مخې دا فرعي لیکې په سرای شمالي سیمه کې له دوو خواوو څخه نښلول کېږي چې، یوه لیکه یې د دورې په بڼه ښي خواته د سلطان محمود غزنوي له سړک سره او بله لیکه یې د دورې په بڼه کيڼ خوا ته د بادام باغ له سړک سره نښلول کېږي، چې، د ترافیکي بهیر د تنظیم او وېش په برخه کې ځانګړی اهمیت لري. په دې پروژه کې کانال، لښتي، جذبي څاه، پلې لارې، ګلدانونه، څراغونه، د بایسکل چلولو لیکې، ترافیکي نښې او تم ځایونه هم شامل دي. د دغو دوو فرعي لیکو په جوړېدو سره به د سرای شمالي او ورڅېرمه سیمو ترافیکي ستونزې هوارې او ښاریانو ته به د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي