
په کابل ښار کې د ترانسپورتي او ترافیکي زیربناوو د پراختیا په موخه د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې ۳۴ سلنه کاري پرمختګ لري. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته تر اوسه په ۳ لیکو کې د یاد سړک ۳ کیلو متره برخه قیر شوې ده او د یو کیلو متر نورې برخې قیر کولو ته هم چمتوالی نیول شوی دی. د کابل-لوګر سړک لومړۍ برخه له نجات څلي څخه تر چرخ آب پورې په ټولیزه توګه ۷ کیلو متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري. د دې سړک په اوږدو کې د مستان لوی کانال، د شیوکي پر سړک د ۲۰ مترو په اوږدوالي او ۵ مترو سور پلچک، پلې لارې، لښتي، ګلدانونه، څراغونه او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم د جوړېدو په حال کې دي. کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې، دا پروژه په ټاکلي وخت د ټولو معیارونو په نظر کې نیولو سره بشپړه کړي. د کابل- لوګر سړک د کابل ښار په سویل زون کې یوه له مهمو زیربنايي پروژو څخه ده چې، په جوړېدو سره به یې په ترانسپورتي برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي


