الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.10 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د بګرامیو - لته بند سړک د بنسټیزو برخو د جوړولو چارې روانې دي

 17171.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار د ۲۱مې ناحیې اړوند د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د بګرامیو-لته بند سړک د لومړۍ برخې د جوړولو په موخه، د لښتیو ، استنادي دیوالونو او د پلچکونو جوړولو، خاورې لېږدولو او هوارولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې چې، (۳۳۰۰) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، د یوه معیاري سړک ټولې برخې شاملې دي. کابل ښاروالۍ پلان لري ترڅو د یاد سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې چې، اوس مهال یې تدارکاتي کارونه ترلاس لاندې دي هم ډېر ژر پیل کړي. د بګرامیو- لته بند سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د کابل ښار د ختیځ زون اوسېدونکو ته ګڼې ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته او بله خوا به د کابل ښار اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي